ایکنا د الخلیج آنلاین له قوله راپور راکړ، د نجومو نړیوال مرکز په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،چې د نیکمرغه اختر د میاشتې لیدل په پڼجشنبې ورځې،یعني د وري دمیاشتې په یودیرشمې نیټې په سترګو یا ټلیسکوپ سره د اسلامی اوعربی نړۍ له هیڅ یوه ځایه ممکن نه دي.
دغه مرکز په همداوروستیو کې اعلان کړی دی ،د لویدیځي آ فریقا له ځينو سیمو پرته داسلامی او عربی نړۍ په زیاتره هیوادونو کې په ټلسکوپ سره نه لیدل کیږي.
دغه مرکز همداراز دې ته په اشارې سره چې په ټلیسکوپ سره دمیاشتې لیدل ډير سخت دي او ډير ماډرن ،دقیق او حرفه وي څارونکي او استثنائي موسم ته اړتیا لري ،ټينګار کړی دی، ددغو عواملو ترکیب ناسم دی.
په همدې لړ کې د نجومونړیوال مرکز وړاندیز کوي چې میاشته حتی دعربی نړۍ له هیڅ یوې سیمې څخه له ټلیسکوپ څخه په استفادې سره تر هغه مهال چې ډير بیړني شرائط برابر نشي، نه لیدل کیږي او پر دې اساس د نیکمرغه کوچني اختر ورځ به د اردبیشهت په دهمه نیټه یعني په راتلونکي شنبې ورځې شي.